ځايي سرچینو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ یو ځوان

ځايي سرچینو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ یو ځوان، چي غوښتل‌ ئې په غیرقانوني ډول ایران ته سفر وکړي، د نیمروز ولایت په پوله کي د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا وژل سوی دئ.
سرچینې زیاتوي چي وژل سوی ځوان بصیر نومېده او شاوخوا ۱۲ ورځي مخکي ئې له یو شمېر نورو ځوانانو سره د نیمروز له پولي ایران ته د تګ هڅه کوله.
سرچينه وايي چي د بصیر جسد تېره ورځ له نیمروز څخه تګاب ولسوالۍ ته انتقال سوی دئ او نن سې شنبې خاورو ته وسپارل سو.