د جرمني د برلین ایالت یوې محکمې یو ۴۵ کلن افغان د خپلي ۳۷ کلني مېرمني د قصدي وژني له امله د عمر قید سزا ورکړې ده.
د راپورونو له مخي دغه پېښه د برلین ښار په برلیتز سیمه کي رامنځ ته سوې او تورن کس خپله میرمن د چړې په وسيله وژلې وه.
چارواکي وايي، دغه سړی وروسته د پولیسو له خوا نيول سوی او محکمې ورباندي د عمر قيد سزا عملي کړې ده.