ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي

ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د سې شنبې په ورځ د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اړوند د «توبک» کلي په سیمه کي د کوچیانو او سیمي د اوسېدونکو ترمنځ شخړه سوې، چي کوچيانو ځايي بزګران سخت وهلي او ټپيان کړي دي.
د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته سوه، چي یادو بزګرانو هڅه کوله د کوچیانو رمې خپلو کرنیزو ځمکو ته له ننوتلو منع کړي، چي وروسته دغو وسله والو کوچيانو دغه درې بزګران وهلي او ټپي کړي دي.
د سرچينې په وينا چي يادو وسله والو کوچيانو د ځايي خلګو پر کورونو ټکان هم کړي دي.

تر اوسه د باميانو ولايت ط..البانو د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.