څو ورځي وړاندي د فارياب ولايت په اندخوی ولسوالۍ کي وسله وال غله د زرګرۍ يوه دوکان ته په نظامي لباس کي ورغلي وو

څو ورځي وړاندي د فارياب ولايت په اندخوی ولسوالۍ کي وسله وال غله د زرګرۍ يوه دوکان ته په نظامي لباس کي ورغلي وو، دوکان ئې چور کړی او دوه زرګران وروڼه ئې وژلي وو.
د يادي پېښي ويډيو رسنيزه سوې، چي په کښي ښکاري، چي څو تنه وسله وال غله په نظامي لباس کي د وسلو سره يو ځای د زرګرانو يوه دوکان ته ورځي د وسلې په زور توکي ورڅخه غلا کوي او د دوکان مالکين چي دوه ورورڼه ول، د خلګو د سترګو پر وړاندي ويشتلي او وژلي دي.
ځايي خلګ وايي، چي دا لومړۍ پېښه نه ده؛ بلکي په وروستيو کي د وسله‌والو غلاوو پېښي زياتي سوي دي.

د دوی په وينا، غله په ښکاره ډول بازارونو ته ورځي، خلګ ګواښي او شتمنۍ ورڅخه غلا کوي؛ خو د مخنيوي له پاره ئې هېڅوک اقدام نه کوي.
هغوی د‌ ط..البانو څخه د امنيت د ټينګښت غوښتنه کوي.