چین ولي د عیسوي مبلغینو څخه بېرېږي؟
قس جین مېنګري د شنبې په ماښام د اکتوبر د ۱۰مي نېټې، له ماښامنۍ ډوډۍ څخه نه و پورته سوی چي ناڅاپه شل تنه چینايي پولیس د ده پر کور ورننوتل. دا کور د چین د جیانګشي ولایت د بېهاي ښار کي موقعیت لري. پولیسو سمدستي د قس لاسونه وتړل، د نیوني رسمي حکم یې ور وښود، وروسته یې د ده د کور هر کونج په ډېر دقت وپلټه. د پلټني په پای کي یې د هغه موبایل، کمپیوټر، کتابونه او ځیني نور شخصي شیان ضبط کړل او قس جین مېنګري یې د ښار توقیفخونې ته یووړ.
یوه ورځ مخکي له دې چینايي پولیسو په شانګهای کي یو سړی چي وانګ لېن نومېږي، نیولی وو. تر دې وروسته، په راتلونکو دوو ورځو کي، پولیسو د مخکي چمتو کړي نوملړ له مخي، په بېجینګ، شانګهای، شېنژن، ژېجیانګ، شاندونګ او سېچوان کي یو وار سره همږغي چاپې ووهلې او شاوخوا دېرش تنه قساوس(عسوي مبلغین) او نور دیني کارکوونکي یې ونیول. دا ټول کسان وروسته بېهاي ښار ته ولېږدول سول، هغه ښار چي د تونکین خلیج ته نږدې او د جنوبي چین د سمندر په شمال لوېدیځ کي پروت دی.
دا ټولي کړني د چین د یوې سخته امنیتي کمپاين برخه وې، چي موخه یې د صهیون کلیسا وه. صهیون کلیسا د چین له سترو غیر ثبت سوو پروتستانتي دیني ټولنو څخه شمېرل کېږي. د دې کلیسا مشر، قس جین مېنګري، چي د عزرا جین په نوم هم پېژندل کېږي، د دې کمپاين اصلي هدف وو. پر نوموړي او نورو نیول سوو کسانو د چین د ولسي جمهوریت د جزا قانون له مخي داسې جنايي تورونه ولګېدل چي د «د معلوماتي شبکو له ناقانونه کاروني» سره تړاو لري چي ممکن یي ای اې سره به تړاو لري.
دا پېښي د چین د دولت د دیني سیاست له چوکاټه بېلي نه سي لوستل کېدای. که څه هم د چین اساسي قانون د عقیدې ازادي مني، خو دا ازادي په دې شرط ده چي ټول دیني فعالیتونه باید له دولتي ادارو سره ثبت وي او د حکومت تر څارني لاندي ترسره سي. د همدې لیدلوري له مخي، هر هغه دیني فعالیت چي له دې چوکاټه بهر وي—که په کورونو کي عبادت وي او که د انټرنېټ له لاري تبلیغ ناقانوني بلل کېږي، او ترسره کوونکي یې د قانوني پوښتني او سزا سره مخامخ کېږي.
خو د صهیون کلیسا او ورته نورو بنسټونو په اړه موضوع یوازي اداري او تنظيمي نه ده، بلکي امنیتي بڼه هم لري. چینايي چارواکي غیر رسمي دیني فعالیتونه، په ځانګړي ډول هغه چي له بهرنیو شبکو سره اړیکه ولري، د «ټرویايي آس» په څېر ګڼي؛ یعني داسې وسیله چي کېدای سي د دولت ټولنیز جوړښت ورسره زیانمن سي. چین د لوېدیځ تاریخ ته په ډېر دقت کتنه کړې، هغه تاریخ چي پکښي دیني تبلیغ د ټولنیز او سیاسي نفوذ لپاره کارول سوی، او وېره لري چي دا تجربه به د نننۍ ډیجیټلي اسانتیاوو په موجودیت کي یو وار بیا پر چیني ټولنه تکرار نه سي. ځکه نو، د بېجینګ لپاره دا موضوع یوازي د «ایډیالوژیک کنټرول» خبره نه ده، بلکي د خپل ټولنیز جوړښت د رښتیني امنیت په اړه ژوره اندېښنه ده.
د صهیون کلیسا
د ۱۹۸۰مې لسیزي په دوهمه نیمایي کي، جین مېنګري، چي چینايي وګړی او د کوریایي اصل لرونکی وو، لا هم د چین د کمونېست ګوند د ازمایښتي غړیتوب په پړاو کي وو. هغه د لېسې زدهکوونکی وو او د کم عمرۍ له امله یې (له اتلس کلونو کم) رسمي لوړه نه وه کړې. په هماغه وخت کي د محصلینو مظاهرې پوهنتونونه ښورول، د کمونېست ګوند پر وړتیا شکونه زیاتېدل، او ان د ګوند له دننه څخه د فکري او ایډیالوژیک ازادۍ ږغونه پورته کېدل.
احمد کامل