د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په سپين غر ولسوالۍ کي د شوکاڼو د ډبرو کان نړېدلی، چي له امله ئې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي په دغه پېښه کي يو کارګر وژل سوی او يو بل ټپي سوی، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوی.
بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي په کنړ ولايت کي هم په ورته پېښه کي يو کس وژل سوی و او يو بل ژوبل سوی و.