د ط.. البانو د غزني د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط.. البانو د غزني د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي د يوې ترافيکي پېښي له امله يو کس وژل سوی او ۷ کسان نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه د کندهار- کابل پر لويه لاره د ټېلر او يو مسافر وړونکي کوچني موټر د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده.
د خبرپاڼي په حواله چي په ټپيانو کي يو کوچنی او څلور ښځي هم شاملي دي.

بايد وويل سي، چي تېره ورځ هم په دغه ولايت کي د ۵۸۰ مسافر وړونکي بس او رنجر د ټکر په پېښه کي دوه کسان وژل سوي وو او څلور نور ټپيان وو.