ډان ورځپاڼې د راپور له مخي پاکستان د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کلونو په لومړیو پنځو میاشتو کي له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګرۍ تاوان ۶ اعشاریه ۲۲۱ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دئ. دا تاوان د تېر کال د همدې مودې پرتله ډېر سوی، ځکه تېر کال دا شمېر ۴ اعشاریه ۴۶۵ میلیارده ډالر و.
راپور زیاتوي چي د صادراتو کمېده، په ځانګړې توګه له افغانستان سره، د دې تاوان لامل سوی دئ.
دا هم یادونه سوې چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزي لاري د روان کال د اکتوبر له لسمي نېټې راهیسي تړلي دي او په دې موده کي دواړو هیوادونو ترمنځ هېڅ راکړه ورکړه نه ده سوې.
ډان ورځپاڼه لیکي، چي د صادراتو د کمېدو او د تجارت د لارو د بندېدو له امله پاکستان ته دغه مالي تاوان اوښتی دئ.