د غزني ولايت ځايي مشرانو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د غزني ولايت ځايي مشرانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د روان کال په جريان کي د غزني ولسي خلګو د دغه ولايت د پوهني رياست سره ۱۴۸ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.
هغوی ويلي، چي دا پيسې د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو او بيا رغونه او همداراز د درسي او اداري توکو په برابرولو لګول سوي.
د غزني ولسي خلګ وايي چي په راتلونکي کي هم ژمن دي چي د پوهني په برخه کي خپل تر وسه پوري د خپلو خلګو سره مرسته وکړي.