د اوکراین د پوځ لوړپوړو چارواکو ویلي، د بریتانیا له خوا د ورکړل سوو اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله ئې د روسیې په جنوبي سیمه کي د «نووشاختینسک» د نفتو تصفیهخونه په نښه کړې ده.
د اوکراین د پوځ د معلوماتو له مخي، دا برید د پنج شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۵مه) سوی.
اوکرایني چارواکي زیاتوي، نووشاختینسک تصفیهخونه د روسیې د جنوب له پاره د سونتوکو یوه مهمه سرچینه ده او د روسي پوځ د تیلو د اړتیاوو په پوره کولو کي مهم رول لري.
بايد وويل سي، چي څو ورځي وړاندي هم اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په مرسته د روسیې په لنینګراد سیمه کي د نفتو پر یوې ستري تصفیهخوني برید کړی و، چي له امله ئې اورلګېدنه رامنځته سوې وه.