کاظم غریبآبادي ویلي، چي په سویس کي د ایران، امریکا، پاکستان او قطر ترمنځ تخنیکي خبري پای ته رسېدلي او د تفاهمنامې د عملي کېدو له پاره څلور کاري ډلي جوړېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې، چي په دغو خبرو کي د تفاهمنامې د تطبیق پر میکانیزمونو هوکړه سوې او راتلونکي مذاکرات به د لوړي کچي د کمېټې تر څار لاندي ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، د بندیزونو، اټومي موضوعاتو، اقتصادي بیارغوني او د هوکړو د څارني له پاره به څلور جلا کاري ډلي جوړي سي.