د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند ابو خالد سرحدي د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي

د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند ابو خالد سرحدي د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د کندهار – کابل پر لويه لاره د غزني ولايت په قره‌باغ ولسوالۍ کي د تېلو يو ټانکر چپه سوی، چي له امله ئې پراخه اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده.
د هغه په خبره چي په ياده پېښه کي دوه کسان ټپيان سوي دي.
سرحدي وايي چي اورلګېدنه اوس مهال مهار سوې ده.