کندهارۍ ماشومه کلثوم، چي په ستوني کي ئې بهرنی جسم بند سوی و، د درملني له هڅو وروسته مړه سوې.
د کلثوم د کورنۍ د معلوماتو له مخي، نوموړې لومړی په کندهار کي تر درملني لاندي وه؛ خو د کندهار د ډاکټرانو د ناتوانۍ له امله کابل ته ولېږدول سوه. کلثوم د کابل په اندرګاندي روغتون کي عملیات سوه او ط..البانو ئې د عملياتو د بريالي کېدو خبر ورکړ؛ خو د سې شنبې په ورځ سهار شاوخوا لس بجې کلثوم په روغتون کي ساه ورکړه.
د کلثوم د مړيني خبر د هغې پلار څراغ تلوېزيون ته تائید کړی دئ.