د بغلان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د بغلان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په خنجان ولسوالۍ کي په يوه مسجد کي د لمانځه پرمهال وسله والو کسانو پر لمونځ کوونکو ټکان کړي، چي له امله ئې څلور کسان وژل سوي او درې نورټپيان دي.
د سرچینې په وينا چي دغه پېښه د دوشنبې په ماښام په ياده ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده.
په ورته وخت کي ط..البانو هم ياده پېښه تائید کړې او په خبره ئې چي دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته سوې ده.

بايد وويل سي، چي د تېري جمعې په ورځ د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کي هم نامعلومو وسله والو پر ولسي خلګو ټکان کړي وو، چي له امله ئې ۱۱ کسان وژل سوي او ۱۱ نور ټپيان وو.