د هند د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي د افغانستان سره ئې ۱۳ ټنه د نري رنځ د واکسين مرسته کړې ده. د ياد وزارت په وينا چي دا مرسته ئې د ماشومانو د روغتیا د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو د مخنیوي له پاره تر سره کړې ده.
د معلوماتو له مخي، دغه واکسینونه به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي اړمنو ماشومانو ته ووېشل سي.
هند تر دې وړاندي هم له افغانستان سره په روغتیايي برخه کي همکاري کړې، چي په کښي د سرطاني ناروغانو له پاره درمل په کښي شامل وو.