کندهار ښاریان وايي چي په دې وروستیو کي په ښار کي د وسله‌والو غلاوو پېښي زیاتي سوي دي او له مسئولو چارواکو غواړي

کندهار ښاریان وايي چي په دې وروستیو کي په ښار کي د وسله‌والو غلاوو پېښي زیاتي سوي دي او له مسئولو چارواکو غواړي چي د دغو پېښو د مخنیوي له پاره جدي ګامونه واخلي.
د ښاریانو په وینا، غله حتا په رڼا ورځ د وسلې په زور خلګ دروي او د هغوی موټرسایکلان او نور قیمتي توکي ورڅخه اخلي، چي دا کار د خلګو اندېښنې زیاتي کړي دي.
د کندهار اوسېدونکو څراغ ټلوېزیون ته ویلي چي د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله خلګ نور ځان خوندي نه احساسوي او د ورځنیو تګ راتګ پر مهال له بېري سره مخ دي.

دوی له ط..البانو غوښتنه کوي چېي د امنیت د ټینګښت له پاره لازم اقدامات وکړي او د ښار په بېلابېلو سیمو کي دي د غلو پر ضد جدي مبارزه پیل کړي.