د کندهار سیمهییز مسئولین وایي چي په دغه ولایت کي هر کال ۵۰ زره ټنه غوړي تولیدېږي.
د دوی په وینا، دا مهال په کندهار کي ۲۴ فابریکې فعالیت لري، چي د پنبې له دانې غوړي تولیدوي.
د غوړو د فابريکو د توليد مسئولين وايي چي د تولید د زیاتېدو له پاره کار روان دئ؛ خو د ط..البانو غوښتنه کوي، چي د بهرنيو هيوادونو د غوړو پر ځای د دوی توليد سوي غوړو ته دي بازار پيدا کړي.