یونیسف وايي، په تېرو پنځو کلونو کي په افغانستان کي له ۲.۶ میلیونو څخه ډېري نجوني له منځنیو زده‌کړو بې‌برخي سوي دي

یونیسف وايي، په تېرو پنځو کلونو کي په افغانستان کي له ۲.۶ میلیونو څخه ډېري نجوني له منځنیو زده‌کړو بې‌برخي سوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د ط..البانو څخه غوښتي، چي پر نجونو او ښځو لګېدلي د زده‌کړو محدودیتونه لېري کړي او ټولو نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي، چي بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړي سي.
یونیسف ټینګار کړی، چي د نجونو زده‌کړي باید بې له ځنډه بېرته پیل سي.