د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د پاکستان څخه راستنېدونکي افغانان د سرپناه، ځمکي او کار له کمښت سره مخ دي.
دغه سازمان وايي چي تازه راغلي افغان کډوال زيات شمېر په کمپونو او خېمو کي اوسېږي.
اوچا وايي، ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو د ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه هم اندېښمني دي.
دغه اداره له نړۍوالو مرستندویانو غواړي چي د راستنېدونکو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کي مرستو ته دوام ورکړي.