یو افغان وګړی په سکاټلنډ کي د ناقانونه کډوالۍ او د انسان قاچاق په تور د بریتانیا د ملي جرمونو د ادارې له‌خوا نیول سوی

یو افغان وګړی په سکاټلنډ کي د ناقانونه کډوالۍ او د انسان قاچاق په تور د بریتانیا د ملي جرمونو د ادارې له‌خوا نیول سوی دئ.
د راپورونو له مخي دغه ۳۰ کلن افغان د پنج شنبې په ورځ د ګلاسګو ښار د «بالورنوک» په سیمه کي نیول سوی دئ.
د دغه هيواد پوليسو ويلي چي نوموړی د امنیتي ادارو له‌خوا تر پوښتنو ګروېږنو وروسته د تضمین په بدل کي خوشي سوی دئ.

سرچینې زیاتوي چي د یادي قضیې په اړه څېړني لا هم رواني دي او امنیتي ادارې هڅه کوي، چي د دغي موضوع نور جزئيات هم روښانه کړي.