یو غټ د آبي وزر لرونکی ټونا ماهی د جاپان په پلازمېنه توکیو کي د روان کال د لومړي لیلام پر مهال په نږدې ۲.۸ میلیونه یورو وپلورل سو او د نړۍ د ماهیانو د لیلامونو نوی ریکارډ یې جوړ کړ. دا ۲۴۳ کیلوګرامه ټونا د «تویوسو» په مشهور بازار کي د سوشي د نومیالي زنځیري رستورانت «سوشيزانمای» د مالک لخوا واخیستل سو.
د دې ټونا د هر کیلو بیه شاوخوا ۱۱ زره او ۴۱۳ یورو حساب سوې ده. دا ماهی د «اوما» له سیمي نیول سوی چي د جاپان د ټونا نیولو له تر ټولو مشهورو ځایونو څخه شمېرل کېږي او د هونشو د اصلي ټاپو په تر ټولو شمالي برخه کي موقعیت لري. د «اوما» ټونا په ځانګړي ډول د خپل لوړ کیفیت، غوړوالي او نرمي له امله شهرت لري.
په نړۍ کي تر ټولو ډېر د آبي پَر لرونکي ټونا ماهی استعمال په جاپان کي کېږي. دا ماهیان د کلونو لپاره د له منځه تللو له سخت خطر سره مخ ول، ځکه چي د سوشي د نړیوال بازار د زیات تقاضا له امله بېرویه ښکار کېدل، او ان ځیني وختونه د نابودۍ تر پولي هم ورسېدل.
که څه هم په وروستیو کلونو کي د نړیوالو سختو سهمیهبندیو له امله د ټونا ځیني زېرمي ورو ورو د ښه کېدو پر لور رواني دي، خو بیا هم دا ماهی لا د ګواښل سوو ژوو په کتګورۍ کي راځي. د چاپېریال او د حیواناتو د حقونو ملاتړي وایي چي یوازي د ښکار محدودول بسنه نه کوي، بلکي باید د سمندرونو د ساتني پراخ پروګرامونه هم عملي سي.
د توکیو د نوي کال دا لوړي لیلامي بیي تر ډېره د ماهی د کیفیت له امله نه وي، بلکي دا یو حساب سوی تبلیغاتي حرکت وي چي د نوي مالي کال په پیل کي د رسنیو پام ځان ته راواړوي. همدا وجه ده چي دا ډول لیلامونه هر کال نړیوال سرلیکونه جوړوي.
کیوشي کیمورا چي د «سوشيزانمای» د شرکت مشر دی، وویل:
«د کال لومړنی ټونا ماهی د نېکمرغۍ نخښه ګڼل کېږي. موږ هیله لرو چي ډېر خلک ترې خوند واخلي او د نوي کال لپاره ترې انرژي واخلي.»
ده زیاته کړه چي دا ماهی به ټوټې سي او د جاپان په بېلابېلو ښارونو کي به د یاد شرکت رستورانتونو ته ولېږدول سي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخي، شرکت اعلان کړی چي سره له دې چي دا ټونا په ډېر لوړه بیه اخیستل سوی، خو بیا به هم مشتریانو ته په عادي بیه خرڅ سي. د یادولو وړ ده چي د ټونا د لیلام بیې د کرونا وبا پر مهال ډېرې راټیټې سوې وې، خو اوس یو ځل بیا د پخوانۍ کچي پر لور رواني دي.
دا آبي پَر لرونکی ټونا ماهی چي ۲۴۳ کیلوګرامه وزن لري، په ټولیز ډول په نږدې ۲.۸ میلیونه یورو لیلام سو. د حساب له مخي، د دې ماهی هر کیلو شاوخوا ۱۱ زره او ۴۱۳ یورو پرېوتی، چي د نړۍ د خوراکي ماهیانو له تر ټولو لوړو بیو څخه ګڼل کېږي. سره له دې لوړي بیې، د «سوشيزانمای» شرکت اعلان کړی چي دا ټونا به مشتریانو ته په عادي بیه خرڅ کړي او دا لوړ لګښت یې د اعلان او نوم جوړوني برخه بللې ده.
ټونا ماهی، په ځانګړي ډول د آبي پَر لرونکی ډول، په جاپان کي ډېر لوړ ارزښت لري. د دې ماهی غوښه نرمه، غوړینه او بېبوینه ده، چي د سوشي او ساشمي لپاره تر ټولو غوره بلل کېږي. د «اوما» سیمي ټونا بیا د خپل ځانګړي خوند، طبیعي غوړوالي او لوړ کیفیت له امله د سوشي د پخو استادانو تر ټولو لومړنی انتخاب وي.
سربېره پر دې، ټونا ماهی په جاپاني فرهنګ کي د برکت، نېکمرغۍ او نوي پیل نښه ګڼل کېږي، او د نوي کال د لومړني ټونا خوړل د ډېرو خلکو لپاره ځانګړې مانا لري. همدا فرهنګي ارزښت، د اعلانونو سیالي او د نړیوال سوشي بازار غوښتنه هغه لاملونه دي چي د ټونا بیې هر کال تر دې کچي لوړېږي.