د ط..البانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چي سعودي عربستان ژمنه کړې چي افغانانو ته به د حج او عمرې سهمیه او ویزې

د ط..البانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چي سعودي عربستان ژمنه کړې چي افغانانو ته به د حج او عمرې سهمیه او ویزې زیاتي کړي.
د ياد وزارت د خبرپاڼي له مخي د ط.. البانو د حج، عمرې او زیارت رئیس محمدنبي محمدي د یوه افغان پلاوي په مشرۍ په مکه مکرمه کي د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له معین ډاکټر عبدالفتاح مشاط سره لیدلي دي.
په ياده ليدنه کي سعودي چارواکو ژمنه کړې چي افغانانو ته به د عمرې ویزې زیاتي کړي او د حج په برخه کي به هم لازمه همکاري وکړي.