یو نړۍوال شرکت ویلي چي ایران په هرمز تنګي کي د کښتیو پر تګ راتګ کنټرول لګولی او له ځینو کښتیو څخه د خوندي تېرېدو په بدل

یو نړۍوال شرکت ویلي چي ایران په هرمز تنګي کي د کښتیو پر تګ راتګ کنټرول لګولی او له ځینو کښتیو څخه د خوندي تېرېدو په بدل کي پیسې اخلي.
د لویدز لیست انټلیجنس د راپور له مخي، کښتۍ اړ کېږي، چي د خپل بار، عملې او منزل معلومات د سپاه پاسداران سره شریک کړي، څو د بندیزونو او بارونو ارزونه ورباندي وسي او وروسته اجازه ورکول سوي.
په راپور کي راغلي، چي که څه هم ټولي کښتۍ پیسې نه ورکوي، خو لږ تر لږه دوو کښتیو دا کار کړی او پیسې ئې د چین په اسعارو (یوان) کي ورکړي دي.

کارپوهان وايي، دا ډول کړني ښايي د امریکا او اروپا له بندیزونو سره په ټکر کي وي.
ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دا بهیر نه دئ تشریح کړی، خو په غیر مستقیم ډول ئې منلې چي له ځینو کښتیو څخه پیسې اخیستل کېږي.