د پاکستان پوليسو رسنيو ته ويلي

د پاکستان پوليسو رسنيو ته ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په کلا عبدالله سيمه کي د‌ ګازو د ډبې د چاودني په پېښه کي يو کس وژل سوی او درې نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا چي ټپيان ئې روغتيايي مرکز ته انتقال کړي او د پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.