اسلامآباد یو ځل بیا له افغان ط..البانو غوښتي، چي خپل خاوره دي د پاکستان په مقابل کي نه کاروي او د ټولو هغو ډلو مخه دي ونيسي، چي د پاکستان امنيت ته ګواښ پېښوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، که د افغانستان له لوري امنیتي خطرونه دوام ومومي، هیواد به ئې د خپلو وګړو د ساتني له پاره اړین اقدامات ترسره کړي.
اندرابي د یوې خبري ناستي پر مهال ويلي، چي د افغانستان دننه ترسره سوي پوځي عملیات د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت او د احتمالي بریدونو د مخنیوي له پاره سوي دي.
د هغه په وینا، دغه بریدونه د استخباراتي معلوماتو په اساس تر سره سوي او هدف ئې یوازي هغه ځایونه وو چي د وسلهوالو د پټنځایونو په توګه پېژندل سوي وو.
بل لور ته، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) راپور ورکړی، چي د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کي د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل سيي او لس نور ټپیان سوي دي.
د ط..البانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم ویلي چي په وژل سوو کسانو کي ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری شامل دي.