اسوشيټيډ پريس راپور ورکړی، چي په وينزويلا کي د زلزلو له امله ۲۳۰ کسان وژل سوي او تر ۴۳۰۰ څخه زيات کسان په کښي ټپيان سوي.
په راپور کي ويل سوي، چي اوس هم سلګونه کسان تر خاورو لاندي دي، چي ژغورونکي ډلي ئې د ژغورلو هڅه کوي.
بايد وويل سي، چي په وينزويلا کي يادي زلزلې د ريښتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجو په شدت سوي.