افغاني سرې میاشتي ټولني ۷۹ هغه ماشومان المان ته د درملني په موخه لېږلي، چي د زړه د سوری په ناروغۍ اخته دي.
د دې ټولني په خبره، ۴۶ هغه ماشومان هم بېرته افغانستان ته راستانه سوي، چي تر دې وړاندي د درملني له پاره المان ته استول سوي وو.
د افغاني سرې میاشتي د معلوماتو له مخي، د دغو ماشومانو د درملني لګښت د المان د سولي کلي خیریه بنسټ پر غاړه اخیستی او د نوو لېږل سوو ماشومانو درملنه به هم د همدې بنسټ په مالي مرسته ترسره سي.