د افغان سنوکر لوبغاړي رئیس خان سنزی د سنوکر په نړۍواله اتلولۍ کي د برونزو مډال ګټلی دئ.
د طالبانو د بدني روزني او ورزش عمومي ریاست ویلي، چي سنزی د پنج شنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کي په نیمه پایلوبه کي له خپل پاکستاني سیال څخه د ۴ پر ۱ په نتیجه ماته وخوړه.
د راپورونو په اساس چي دا سيالۍ د نومبر له ۲۳مي څخه په مسقط کي پیل سوي، د ۱۶ هیوادونو لوبغاړي پکښي برخه لري او د نومبر تر ۲۹مي به دوام وکړي.
بايد وويل سي، چي په دغو سياليو کي درې افغان لوبغاړي شامل دي.
انځور: Wikimedia Commons / Lee Vilenski، CC BY-SA 4.0.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV