الجزيره; د افغان دیني عالمانو د غونډي تفصیل او له پاکستان سره ظاهري تړاو
تېره ورځ په کابل کي د افغان علماوو پراخي #غونډي پرېکړه وکړه چي افغانان دي له هېواده د باندي په هېڅ ډول پوځي فعالیت کي ګډون نه کوي، پراخ بحثونه راپارولي.
دا غونډه د پاکستان له حکومت سره د زیاتېدونکي تشدد په وخت کي ترسره سوه، او دواړه لوري یو بل د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د ملاتړ او پناه ورکولو په تورنولو بوخت دي.
څارونکي وايي، د غونډي پرېکړي ښکاره ډول د پاکستاني طالبانو (TTP) د حرکت پر ضد دي، خو افغان حکومت وایي چي موخه یې د دیني خطاب تنظیمول او د هېواد امنیت خوندي کول دي.
په دې غونډه کي چي د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه تر زرو ډېر علما ګډون کړی و، د حکومت لوړپوړي چارواکي لکه د وزیرانو شورا رئیس ملا محمد حسن آخوند، د سترې محکمې رئیس شیخ عبدالحکیم حقاني او د امر بالمعروف وزیر مولوي محمد خالد حنفي هم حضور درلود.
یو لوړپوړي حکومتي چارواکي چي نه یې غوښتل نوم یې خپور سي. الجزیرې ته وویل:
”د غونډي هدف دا و چي د افغانستان له بهر د هر ډول وسلهوال فعالیت په اړه یو واحد شرعي موقف رامنځته سي، او هغه اړخونه شنډ سي چي د افغان هویت یا د دواړو هېوادونو د ګډي پولې څخه په خپل ګټه کار اخلي.“
هغه زیاته کړه چي پیغام یوازي طالبانو پاکستان ته نه و، بلکي اسلاماباد ته هم و، څو پوه سي چي کابل د دوحې تړون په عملي کولو کي جدي دی.
د دوحې تړون د ټولو موادو، په ځانګړي ډول د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاوري د نه کارېدو، تائید او نور…
• هر څوک چي افغان خاوره د بل هېواد د هدف ګرځولو لپاره کاروي باید وځپل سي
• د حکومت حق دی چي پر سرغړوونکو ”قاطع اقدامات“ وکړي
• هېڅ ډول وسلهوال عمل د شرعي امیر له اجازې پرته روا نه دی
• له هېواده بهر وسلهوال فعالیت شرعاً ناروا بلل سوی او حکومت یې د منع کولو حق لري
که څه هم خبري عمومي دی، خو د ډېرو څارونکو په اند پیغام واضح دی: د پاکستاني طالبانو په لیکو کي د افغانانو ګډون منع کېدل.
د وسلهوالو ډلو کارپوه عبد الکریم حبیب الجزیره ته وویل:
”دا پرېکړه په رسمي ډول د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تر منځ دیني او سیاسي جلاوالی اعلانوي. له دې وروسته د پاکستان پر ضد جګړه د کابل له شرعي چتر څخه بهر کېږي.“
نوموړی زیاتوي چي دا د TTP لپاره لوی فشار دی.
یو بل ګډونوال چي نه یې غوښتل نوم یې ښکاره سي، وویل:
”موږ غوښتل چي افغان ځوانان د اسلاماباد په جګړو کي له ګډون څخه منع کړو، د جهاد او سیاست حدود روښانه کړو، او هغه کسان چې له هېواده بهر جګړې کوي شرعي جواز ونلري.“
اسلاماباد ته د اطمینان ورکولو هڅه
پاکستاني څارونکي وايي چي دا پرېکړه د ښه ګام په توګه لیدل کېږي، خو اصلي اندېښنه یې د عملي کولو وړتیا ده.
پاکستاني څېړونکي محمد اسحاق خان وویل:
”دا ګام ښه دی، خو اسلاماباد عملي اقدامات غواړي، په ځانګړی ډول د طالبانو پاکستان د خوځښت محدودول.“
په وروستیو مېاشتو کي پاکستان په افغان خاوره بریدونه کړي او ادعا یې کړې چي هدف یې د TTP جنګیالي وو. کابل دا تورونه رد کړي او بریدونه یې د حاکمیت سرغړونه بللې.
افغان کارپوه نورالدین جلال وايي:
”غونډه د دې لپاره وسوه چي بحران کم سي، او کابل وښيي چي د سیمې د فشارونو پر وړاندي خپل مسؤلیت درک کوي، خو نه غواړي چي له TTP سره په مخامخ جګړه کې ښکېل سي.“
د غونډې د ترسره کېدو درې اصلي دلیلونه
۱. په پاکستان کي زیاتېدونکي بریدونه:
TTP په وروستیو میاشتو کي د پاکستان د پولیسو او پوځ پر ضد بریدونه ډېر کړي دي.
۲. د کابل ـ اسلاماباد د خبرو ناکامي:
په دوحه، استانبول او ریاض کي څلور پړاوونه خبري بې نتیجې پاته سوې.
۳. په افغانستان کي د دیني خطبو کنټرول:
کابل غواړي موازي دیني برخه چي ځوانان د سرحدونو د باندي جګړې ته هڅوي، مهار کړي.
څېړونکی ضیاءالله نوري وایي:
”پریکړه عملي کول اسانه نه دي. د TTP غړي د پولو دواړو غاړو سیمو ته تګ راتګ کوي، او د دې ډلي تاریخ اوږد دی. د افغانستان او پاکستان سرحد کنټرولول هم سخت کار دی.“
خو باور لري چي غونډه کابل ته سیاسي او شرعي پوښ ورکړ، څو که غواړي محدود اقدامات وکړي، دلیل یې ولري.
څېړونکی محمد شهاب وایي:
”افغان طالبان هڅه کوي له پاکستان سره فضا آرامه کړي، خو خپل ولسي ملاتړ هم له لاسه ور نه کړي.“
پایله
د کابل د علماوو غونډه د افغان حکومت په دیني او سیاسي خطاب کي د پام وړ بدلون نښه ده. دا پرېکړه هم پر پاکستاني طالبانو او هم پر پاکستان اغېز لري، خو بریالیتوب یې د کابل پر عملي کولو او د اسلاماباد پر غبرګون تړلی دی.
په داسې سیمه کي چي د جنوبي آسیا تر ټولو ناآرامه پوله لري، د افغانستان او پاکستان راتلونکې اړیکې به هغه وخت بدلېږي چي دا پیغامونه د خبرو له کاغذ څخه عملي واقعیت ته ولېږدول سي.