الجزيرې خبري شبکې د پاکستان د لومړي وزير د وياند مشرف زيدي له خولې څخه خبر ورکړی، چي پاکستان د ط..البانو سره هېڅ ډول خبري کول نه غواړي.
زيدي ويلي، چي پاکستان او ط..البانو تر وروستيو نښتو وروسته هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي.
بلخوا بيا د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د جمعې په ورځ د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته ويلي و، چي ط..البان چمتو دي چي د خبرو د لاري يادي ستونزي حل کړي.