امریکايي رسنیو راپور ورکړی

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چي د ایران له خوا په منځني ختيځ کي د امريکا پر پوځي اډو په سوو بريدونو کي تر اعلانو سوو زيانونو زیات زیان اوښتی دئ. د راپورونو له مخي په دې بریدونو کي امريکا ته تر ۵ میلیارده ډالرو زیات مالي زیان اوښتی دئ.
د امريکا یوه څېړنیزه اداره وایي، ایران په دغو بریدونو کي تر ۱۰۰ ډېر هدفونه په نښه کړي چي د امریکا په ۱۱ پوځي اډو کي موقعیت لري.
بلخوا د پنتاګون د معلوماتو له مخي، په دې بریدونو کي ۱۳ امریکايي پوځیان وژل سوي او له ۴۰۰ څخه زیات نور ټپیان سوي دي.

راپورونه دا هم وايي چي ښايي د دې بریدونو اصلي زیانونه تر دې هم زیات وي او لا بشپړ جزئیات نه دي خپاره سوي.