امریکايي رسنۍ راپور ورکړی، چي امريکا غواړي هغه افغانان چي د پوليسو له خوا نيول سوي او اوس د کډوالۍ په کمپ ساتل کېږي پاکستان ته اخراج کړي.
د راپورونو له مخي، ښايي د دغو افغانانو د لېږد بهیر په راتلونکو څو اوونیو کي پیل سي؛ خو امریکايي چارواکو لا هم په دې اړه رسمي څرګندوني نه دي کړي.
د افغان ایواک بنسټ په وینا، د امریکا د دې احتمالي پرېکړي له امله به د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم اغېزمن سي، چي تر ۲۰۲۱ کال مخکي ئې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.