امریکایان؛ موږ باید پوه سو چي د ایران جګړه ولي او د چا په مشوره پیل سوه؟
لاروجنیس
سرچينه: فارن پاليسي
وروسته له هغه چي د امريکا اولسمشر پرته له روښانه وضاحت او د کانګرس له سلا مشورې، د اسرائيلو په همږغۍ پر ايران پراخ پوځي بريد پيل کړ، تمه کېږي چي دا به د امريکايانو د حکومت پر وړاندي د اولس بېباوري نوره هم زياته کړي.
دا بېباوري نوې نه ده؛ بلکې ريښې يې د ۱۹۷۰ لسيزې پيل ته رسېږي. که څه هم ځيني شنونکي د سياسي رسواييو، قطبي کېدو يا اداري ستونزو يادونه کوي، خو د ليکوال په اند هېڅ شی د جګړې په اندازه د خلکو باور نه دی کمزوری کړی.
د ويتنام جګړې هغه باور له منځه يووړ چي دفرانکلین د «نيو ډيل» د دورې او د دويمي نړيوالي جګړې وروسته رامنځته سوی و. هغه مهال ډېری امريکايان پر حکومت باور درلود، خو کله چي د جانسن ادارې جګړه پراخه کړه، وروسته ورو ورو خلکو احساس وکړ چي حقيقت ترې پټ ساتل کېږي.
په ۱۹۷۱ کال کي د «پنتاګون اسناد» افشا کېدل، چي د جګړې په اړه پټ حقايق او تېروتني يې څرګندولې، دا بېباوري نوره هم ژوره کړه. له دې وروسته د Watergate scandal پېښه او د نیکسن استعفا دا حالت لا پسي خراب کړ.
وروستيو لسيزو کي هم دا لړۍ دوام وموند. د «ايران–کانترا» رسوايي، د ۱۹۹۱ جګړې پر مهال ناسم تبليغات، او بيا د جورج بوش. له خوا د ۲۰۰۳ کال د عراق جګړه چي د وسلو د ادعاوو پر بنسټ پيل سوې وه—ټولي هغه پېښې وې چي د خلکو باور يې نور هم زيانمن کړ.
د ليکوال په اند، دا پنځه لسيزي جګړې او ناسم معلومات امريکايي ټولنه بېباوره او شکمنه کړې ده. اوس د ايران جګړه ښايي دا وضعيت لا خراب کړي، ځکه چي خلکو ته لا هم روښانه نه ده چي دا جګړه ولي پيل سوه، او د چارواکو متضادي څرګندوني هم باور نسي پياوړی کولای.
ليکوال ټينګار کوي چي که حکومت غواړي د خلکو باور بېرته ترلاسه کړي، نو بايد له جګړې سره تړلي پرېکړي په رښتينولۍ او شفافيت سره خلکو ته وړاندي کړي. ځکه چي «رسمي دروغ» بالاخره بربنډېږي، او د هغوی اوږدمهاله تاوان د لنډمهاله سياسي ګټو څخه ډېر دروند وي.
په پای کي هغه وايي چي ولسمشران بايد د پوځي اقدام پر مهال پر حقيقت ولاړ استدلال خلکو ته وړاندي کړي او د دموکراتيک نظام دننه د قناعت لار خپله کړي، نه دا چي له خلکو پټ پرېکړې وکړي.