امریکا اعلان کړی، چي د دغه هيواد ځواکونه به د سیمي په اوبو کي خپلي ګزمې او څارني ته دوام ورکړي، څو پر ایران لګول سوې سمندري محاصره پیاوړې کړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ ويلي، چي ځواکونه ئې لا هم په سیمهییزو اوبو کي څارنه او ګزمې ترسره کوي.
د یادي ادارې په وینا، دا اقدامات د هغه سمندري محاصرې د ملاتړ له پاره دي چي ایران ته د تلونکو او راوتونکو بېړیو پر تګ راتګ تمرکز لري.
دا سمندري محاصره د دوشنبې له ورځي راهیسي پیل سوې ده.
بلخوا د پاکستان د پوځ قومندان عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ تهران ته تللی، څو د روانو ترینګلتیاوو د کمولو له پاره د منځګړیتوب هڅه وکړي.
راپورونه وايي چي ښايي د امریکا او ایران چارواکي په راتلونکو ورځو کي د خبرو د دوام له پاره بیا پاکستان ته ولاړ سي.