امریکا خپلو ټولو سفارتونو ته د امنيتي وضعيت د «فوري» تیارسي امر وکړ
سرچينه: واشنګټن پوسټ
د راپورونو له مخه، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو ټولو سفارتونو او ډيپلوماټيکو استازوليو ته څو ساعته وړاندي په نړۍ کي امر کړی چي سمدستي خپل امنيتي وضعيت و ارزوي. دا پرېکړه د منځني ختيځ د روانو حالاتو او د جګړې د احتمالي پراخېدو له امله سوې ده.
په يو رسمي ټيليګرام کي راغلي چي ټول سفارتونه بايد د بېړنيو اقداماتو کمېټې (EAC) جوړي کړي. دا کمېټې د بېلابېلو برخو کارپوهان لري او د امنيتي ګواښونو د پېژندلو او د مقابلې د پلان جوړولو لپاره کار کوي. دغه امر د امريکا د بهرنيو چارو وزير رابیو له لوري لاسليک سوی دی.
که څه هم مخکي هم په منځني ختيځ کي د امريکا سفارتونو ته ورته سپارښتني شوي وې، خو دا لومړی ځل دی چي دا ډول امر د نړۍ ټولو ډيپلوماټيکو ماموريتونو ته غځول کېږي.
راپورونه ښيي چې د فبرورۍ له ۲۸مي وروسته، چي د امريکا او اسرائيلو هوايي بريدونه پيل سوي، د امريکا څو سفارتونه د ايران او د هغه د ملاتړو ډلو له لوري په نښه سوي دي. له همدې امله، ځينو ډيپلوماټيکو ماموريتونو خپل فعاليتونه لنډمهاله بند کړي او ځينو امريکايي کارکوونکو ته د وتلو لارښوونه شوې ده.
په ریاض کي د امريکا سفارت ودانۍ د يوه ډرون بريد له امله سخته زيانمنه سوې ده.
سره له دې چي ډېری ګواښونه په منځني ختيځ کي د امريکا حضور ته متوجه دي، خو په نورو سيمو کي هم پېښې ثبت سوي دي؛ لکه د ټورنټو کي د امريکا قونسلګرۍ ته نږدې ډزي او د اوسلو کي د سفارت ترڅنګ چاودنه.
په يو بل راپور کي ويل شوي چي يوازي په عراق کي د فبرورۍ له ۲۸مي راهيسي د امريکا پر تاسيساتو ۲۹۲ بريدونه سوي دي. دغه راپورونه د امريکايي کارکوونکو پر وړاندي د دوامداره ګواښونو يادونه کوي.
همدارنګه، په بغداد کې د امريکا سفارت يو ځل بيا د بېپيلوټه الوتکو تر بريد لاندې راغی. راپورونه وايي چي درې ډرونونه د سفارت پر لور روان وو، چي له ډلي يې یو د دفاعي سيستم له خوا ويجاړ سو خو دوه يې د سفارت په انګړ کي ولوېدل او اور يې واخیست.
په يوه بله پېښه کې، په اسرایل کي د امريکايي ډيپلوماټانو د اوسېدو پر يوې ودانۍ يو ايراني بالستيک سرګلوله ولګېده، خو مرګ ژوبله يې نه ده مالومه. راپور ټينګار کوي چي دا پېښه د خطر پر مهال د خوندي پناه اخيستلو ارزښت ښيي.
په ټوله کي دا اقدامات د دې ښکارندويي کوي چي د سيمي جګړه کولای سي نړيواله بڼه خپله کړي او د امريکا ډيپلوماټيک حضور له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ کړي.