انډيپنډينټ رسنۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د نژدې یوې سیاسي څېرې په حواله ویلي

انډيپنډينټ رسنۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د نژدې یوې سیاسي څېرې په حواله ویلي، له ایران سره خبري او مذاکرات بې‌ګټي دي، ځکه د تهران حکومت هېڅکله هغو ژمنو ته پابنده نه پاته کېږي چي ورته ستونزي جوړوي.
هغه ټینګار کړی، چي امریکا باید د نوي تړون د ترلاسه کولو هڅي پرېږدي، ځکه دا به د واشنګټن نړۍوال اعتبار کمزوری کړي او په پایله کي به د امریکا له پاره یوه ستراتیژیکه ماته رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، د ایران له حکومت سره هر ډول نرم دریځ به د سیمي وضعیت نور هم پېچلی کړي او امریکا به له سیاسي او امنیتي فشارونو سره مخ کړي.