ايران د بل انقلاب پر ممکنه لوري

ايران:
د بل انقلاب پر ممکنه لوري
په تېرو شاوخوا پنځوسو کالو کي په منځني ختیځ کي شايد يوازي يوه داسي خبره وي چي لږ تر لږه ظاهراً نه وي بدله سوې او هغه په ايران کي د مذهبي مشرتابه واک دی.

خو اوس ښايي دا حالت بدل سي، يا د حکومت بدلون، ګډوډي، يا دواړه رامنځته سي، چي دا به په هېواد، سيمه او حتی بهر باندي ډېر اغېز وکړي.
تېره هفته په تهران کي لوی لاريونونه وسول چي ډېر ژر ټول هېواد ته خپاره سول.
ښکاره علتونه اقتصادي دي، تېرو شپږو میاشتو کي د امريکايي ډالر په مقابل کي د ايرانۍ پولي واحد ارزښت شاوخوا ۶۰٪ کم سوی، د سونګ او کور د انرژۍ کمښت راغلی، او بيي ډېرې لوړي سوي چي د خوراکي توکو او نورو ضروريو شيانو بيي ۷۰٪ زياته سوې. ډېر خلک اوس د خپل خراب سوي ژوند د ساتلو وس نه لري.

مخکنۍ مظاهرې، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۲ کال هغه مظاهرې چي د ځوانې نجوني مهسا امیني د حجاب د سم نه کولو په تور په حراست کي د مړيني له امله سوي وې، چي د يو هدف لپاره وې او اکثره يوازي د تهران د تعلیم یافته خلکو پوري محدودي وې. خو اوسني مظاهرې له تهرانه ډېر ليري خپرې سوي، او پکښي د خلکو لویه او بېلابېله برخه شامله ده.
دوکاندارانو خپل دوکانونه بند کړي تر څو مظاهرو کي ګډون وکړي. د منځنۍ طبقې کارکوونکي او زده کوونکي هم پکښي شامل سول او ځينو ځایونو کي مظاهرې مستقیم سیاسي او د حکومت ضد بڼه غوره کړې چي پکښي د مذهبي واک د ختمولو غوښتنې هم سته، او په ځينو ځایونو کي د پاچا د وخت ياد شعارونه هم اورېدل کېږي.
دا امکان هم سته چي دا بې قراري يوازي د ورو-ورو زیاتېدونکي ګډوډۍ يوه نوې مرحله وي چي تر مذهبي حکومت د ختمېدو پوري اوږده لاره لري که داسي وخت راسي خو دا هم مهمه ده چي انقلابونه کله راځي، ډېر ناڅاپه څرګندېدای سي. دوی کولای سي د توقع نه ډېر شدت غوره کړي او حکومت د ختمېدو خوا ته ټیل کړي.

همداسي يوه اولسي خوځښت وو چي په ۱۹۷۹ کال کي آيت الله خمیني بهرني جلاوطني نه بيرته واک ته ورساوه.
د خمیني د راستنېدو څخه تر پاچاهۍ د ختمېدو پوري يوازي ۱۰ ورځي وخت ولګېد او دوې میاشتي وروسته د ريفرنډم له لاري د ايران اسلامي جمهوريت تصدیق وسو. اوس بیا ممکنه ده چي درې نسلونه وروسته، د مذهبي حکومت جذبه خپله دوره پای ته ورسوي او د واک کنټرول يې هم کم سوی وي؟
د ايران پاسداران انقلاب په تېرو وختونو کي بې رحمه ځواب په ورکولو اوس ډارېږي، ۲۰۲۲ کال يې بېلګه ده، چي د ښځو د حقونو مظاهرې تدريجي ختمي سوې، او اوس هم د زور او سياسي فشار هماغه طريقې کاروي. پوښتنه دا ده چي پاسداران انقلاب او مذهبي مشران تر کومه حده تيار دي؟ آیا دوی توان لري چي د “تيانانمن سکوېر” په څېر سخت حل عملي کړي؟

ځيني عوامل هم سته چي ددې خلاف دي. اوس د هېواد او مظاهره چیانو ځپل له بهر څخه، څلور لسيزي مخکي په پرتله ډېر ګران دي. بل لامل د آيت الله ضعیفواله دي او د تېرو امريکايي او اسرایلي بریدونو نه يې واک کمزورې ښکاري، چي اوس ورته د “۱۲ ورځنۍ جګړه” نوم ورکړ سوی دی. د ژوند د معيار په اړه بې قراري اوس تقريباً هر ځای ده.
پوښتنه دا ده چي څه به وسي؟
که د حکومت بدلون ممکن وي، نو يوه ممکنه خنډ د ايران منتخب اولسمشر مسعود پزشکیان کېدای سي. تېره هفته کله چي مظاهرې شروع سوې، هغه ښکاره کړه چي آيت الله ته يې د غبرګون غوښتنه وکړه او ويې ويل چي حکومت به مظاهره چیانو “جایز غوښتني” واوري. خو د حکومت سره د هر چا په ضد د کرکي شدت ښايي دا وي چي د دوی لوړوالی شايد مخکي لا تېر سوی وي. په دې حال کي ښايي لویدیځ د ناپوهي سره د موجوده حالت لپاره لاره هواره کړې وي.

تر څو چي د ايران راتلونکی لار ناڅرګنده وي، بهرنی نړۍ به ښه وي چي لاسوهنه ونکړي. بايد ياد ولري چي ايران يوه زوړ تمدن دی، چي د خپل ملي وياړ احساس لري، او هېڅ داسي کار نسي کولای چي عزت يې ټیټ کړي. نوی کال په لوی اټکل د ايران د بدلون کال بللای سو.