ایران په رسمي ډول د خپل امنیتي مشر علي لاریجاني او د هغه د زوی د مړیني خبر تایید کړ

ایران په رسمي ډول د خپل امنیتي مشر علي لاریجاني او د هغه د زوی د مړیني خبر تایید کړ.
د راپورونو له مخه دا پېښه د ایران د امنیتي وضعیت لپاره یو دروند ګوزار بلل کېږي، ځکه چي لاریجاني د ایران په سیاسي او امنیتي ډګر کي یوه مهمه او اغېزناکه څېره وه. د هغه مړینه د ایران په سیاسي حلقو کي ممکن ژور تاثیر پرېږدي.
تر اوسه د پېښي د څرنګوالي او جزیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره سوي، خو چارواکو ویلي چي پلټني رواني دي او نور معلومات به وروسته له خلکو سره شریک سي.