ایران په هرمز تنګي کي ماینونه ځای پر ځای کړل
لیکوالان: باراک راوید او مارک کاپوتو
منبع: اکسیوس
په داسي حال کي چي د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلي زیاتېږي، تازه راپورونه ښيي چي د ایران د سپاه پاسداران بحري ځواک په هرمز کي نور ماینونه ځای پر ځای کړي دي. دا اقدام د نړۍ تر ټولو مهم نفتي دهلېز ته یو نوی او خطرناک بُعد ورکوي، او ښيي چي دواړه لوري د فشار او مقابلې کچه لوړه کړې ده.
هرمز د نړۍ له حیاتي سمندري لارو څخه ده، چي په عادي حالاتو کي د نړیوال سمندري نفت شاوخوا شل سلنه له همدې لاري تېرېږي. خو اوس، د امنیتي ګواښونو له امله د کښتيو تګ راتګ په بې ساري ډول راکم سوی دی. پخوا به هره ورځ تر سلو زیاتي بېړۍ له دې لارې تېرېدلې، خو اوس دا شمېر په ډېرو ورځو کي تر لسو هم کم سوی دی.
د ماینونو ځای پر ځای کول د ایران له خوا نوی تاکتیک نه دی، خو دا دوهم ځل دی چي د همدې جګړې له پیل وروسته دا کار ترسره کېږي. لا هم څرګنده نه ده چي د پخواني مایناچونی ټول ماینونه پاک سوي که نه، چي دا خپله د خطر کچه نوره هم لوړه کوي.
د راپورونو له مخي، دغه ماینونه په نسبتاً ساده وسایلو انتقالېږي. کوچنۍ کښتۍ چي ډېری وخت د ماهیګیري د بېړیو په څېر ښکاري کولای سي څو ماینونه انتقال کړي او په اوبو کي یې ځای پر ځای کړي. ایران لا هم لسګونه دا ډول کښتۍ لري، چي آن د وسلو لکه راکټ او درنو ماشیندارو سره هم سمبالېدلی سي.
بل لور ته، امریکا هم خپل حضور زیات کړی دی. درېیمه الوتکهبرداره بېړۍ د سیمې اوبو ته رسېدلې، چي دا د دې ښکارندویي کوي چي واشنګټن د احتمالي پوځي اقدام لپاره ځان لا چمتو کوي. همدارنګه، د ماینونو د کشف او له منځه وړلو لپاره بېپېلوټه اوبو لاندي وسایل، هلیکوپترونه او ځانګړې کښتۍ کارول کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کي د ایران د هر ډول مایناچونې په وړاندي سخت دریځ نیولی او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی چي هره مشکوکه کښتۍ بې له ځنډه هدف وګرځوي. دا ډول توند دریځ ښيي چي وضعیت کولای سي ډېر ژر له کنټروله ووځي.
د دې ټولو پرمختګونو تر شا لویه اندېښنه د نړیوال انرژۍ بازار دی. د نړیوالو ادارو په باور، که د هرمز وضعیت نور هم خراب سي، دا به د نفتو په عرضه کي تر ټولو لویه ګډوډي رامنځته کړي حتی تر هغو بحرانونو هم لویه چي نړۍ یې د ۱۹۷۰مې لسیزې په وخت کي تجربه کړي وه.