ایران کي د بېکارۍ سونامي

ایران کي د بېکارۍ سونامي
په ايران کي تر وروستۍ جګړې څو اوونۍ وروسته، د دې هېواد اقتصاد د يوې درنې ضربې سره مخ سوی دی. د کار بازار سخت لړزېدلی، بېکاري په چټک ډول زياته سوې، او د خلکو د ژوند حالت ورځ تر بلي خرابېږي. دا وضعيت يوازي د جګړې پايله نه ده، بلکي د څو بحرانونو ګډ اثر دی چي اوس يې ټولنه تر فشار لاندي راوستې ده.
تر ټولو لومړی، د انفلاسيون يا د بيې لوړېدو کچه بې ساري حد ته رسېدلې ده. کلنی تورم تر پنځوس سلنې اوښتی، خو د بې وزلو خلکو لپاره دا کچه لا زياته ده. د خوراکي توکو بيې دومره لوړې سوي چي د ډېرو کورنيو لپاره د ورځني ژوند برابرول هم ستونزمن سوي دي.

په همدې حال کي بېکاري په يو پراخ بحران بدله سوې ده. په لنډ وخت کي سلګونه زره کسان له خپلو کارونو بې برخي سوي دي. ځيني شمېرې ښيي چي که مستقيم او غيرمستقيم زيانونه سره جمع کړو، نو ښايي تر دوو ميليونو زيات کسان بېکاره سوي وي. دا بدلون د کار بازار توازن سخت ګډوډ کړی او د بېکارۍ کچه يې تر پخوا څو چنده لوړه کړې ده.
صنعتي سکتور تر ټولو زيات زيان ليدلی دی. د فولادو، پټروليم او موټرو جوړولو فابريکې يا بندي سوي او يا يې توليد ډېر کم سوی دی. دا يوازي د همدې فابريکو کارکوونکي نه دي اغېزمن کړي، بلکې د توليد ټول ځنځير يې ګډوډ کړی دی. هغه کوچني شرکتونه چي له دې لويو صنايعو سره تړلي ول، هغوی هم له فعاليته لوېدلي دي.
د ټکنالوژۍ او انلاين کاروبارونو حالت هم ښه نه دی. د انټرنېټ اوږدمهاله پرې کېدو دغه برخه نژدې فلج کړې ده. ډېرو شرکتونو خپل نيمايي کارکوونکي له کاره ايستلي دي، او پانګونه نژدې درېدلې ده. انلاين دوکانونه او فريلنسران چي پخوا يې ښه عايد درلود، اوس له صفر سره مخ دي.

کوچني او منځني کاروبارونه بيا تر ټولو زيات تر فشار لاندي دي. د موادو کمښت، د پېرېدونکو نشتوالی، او د لګښتونو زياتوالی دا سبب سوی چي زرګونه ‌کارخانې وتړل سي. ډېری کاروبارونه يا بند سوي او يا نيمه فعال دي.
په ولايتونو کي هم حالت يو شان نه دی. لوېديځي سيمي تر ټولو زياتې زيانمنې سوي دي، ځکه هلته مخکي هم اقتصادي ستونزي وې. خو مرکزي او شمالي سيمي که څه هم لږ ښه دي، بيا هم د بېکارۍ او رکود نښي پکښي ښکاري.
د دې بحران اصلي لاملونه څو دي: د جګړې له امله د زېربناوو تخريب، د انټرنېټ پرې کېدل، د انرژۍ کمښت، د خلکو د پېرلو توان کمېدل، د سوداګرۍ لارې بندېدل، او تر ټولو مهم د راتلونکي په اړه بې باوري. کله چي نه پانګه‌وال ډاډ ولري او نه خلک مصرف وکړي، اقتصاد طبيعي ډول سوکه کېږي او بيا رکود ته ځي.

په ټوله کي، ايران اوس له يو داسي حالت سره مخ دی چي يوازي اقتصادي ستونزه نه ده، بلکي ټولنيز بحران هم دی. بېکاري، ګراني او بې باوري سره يو ځای سوي او د خلکو پر ژوند يې ژور اغېز کړی دی. که دا حالت همداسي دوام وکړي او سياسي فشارونه کم نه سي، نو دا کړکېچ به لا پسې ژور او اوږد سي.