بالاخره جګړه پای ته ورسېده!
له میاشتو اوږدې ترینګلتیا، ګواښونو او متقابلو بریدونو وروسته، او له هغو ورځو وروسته چي سیمه د پراخي جګړې له خطر سره مخ وه، داسي ښکاري چي منځنی ختیځ بالاخره هغه شېبې ته رسېدلی چي ډېرو خلکو ناشونې بلله: د اوربند اعلان، د جګړې پای، او د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د شخړې د ختمولو لپاره د یوې موافقې رامنځته کېدل.
د دې وروستۍ موافقې بشپړ جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي اعلان سوي، خو د عربي رسنیو د راپورونو او خپرو سویو معلوماتو له مخه، د دې تړون احتمالي مادې د منځني ختیځ په اوسني سیاسي وضعیت کي ستر ستراتیژیک بدلون بلل کېږي.
د راپورونو له مخه لومړی به په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، سمدستي او دوامداره اوربند نافذ سي او اسرائیلي ځواکونه به له لبنان څخه ووځي.
د ایران لپاره تر ټولو مهمه موضوع دا ده چي ویل کېږي امریکا به پر ایران لګېدلی سمندري بندیز سمدستي لرې کړي. په بدل کي به ایران د هرمز تنګی د نفتو د تګ راتګ لپاره پرانیزي، او د یورانیمو او اټومي تاسیساتو موضوع به د راتلونکو جلا مذاکراتو لپاره پرېښودل سي.
سربېره پر دې، په رسنیو کي داسې هم ویل کېږي چي د ایران د کنګل سویو شتمنیو یوه لویه برخه به خوشې سي او د جګړې د زیانونو د جبران لپاره به د ۳۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د تاوان ځانګړی صندوق جوړ سئ. خو باید یادونه وسي چي دا معلومات تر اوسه رسمي تایید نه لري او یوازي د رسنیو د راپورونو او اټکلونو پر بنسټ دي.
دا به په ساده ډول دا معنا ولري چي ایران، سره له دې چي جګړې ورته پراخ زیانونه اړولي، ښايي له اقتصادي او سیاسي پلوه له ځینو مهمو فرصتونو سره مخ سئ چی د سیمي په معادلاتو کي یې ځای بدلولای سئ.
د راپورونو له مخه د رسمي لاسلیک مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ، د جون په ۱۹مه، په سویس کي ترسره سي.
خو دې مرحلې ته رسېدل اسانه نه وو. وروستۍ څو ساعته د سختو تاوتریخوالو شاهدي وې. ویل کېږي چی اسرائیل د بیروت پر جنوبي سیمو برید وکړ او ایران دا اقدام د روانو تفاهماتو د ګډوډولو هڅه وبلله. همدارنګه ځینو راپورونو کي راغلي چي ایران د هر ډول موافقې مخالفت څرګند کړی و او د جګړې د بیا پیل لپاره یې چمتووالی نیولی و.
د رسنیو د ادعاوو له مخه، وروسته د منځګړو په هڅو او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي مداخلې له امله وضعیت ارام سو او د سمندري بندیز د لېري کولو وړاندیز د تفاهم د رامنځته کېدو له مهمو عواملو څخه وبلل سو.
خو لا هم ځیني مهمي پوښتني پاتې دي:
ایا دا موافقه به دوام وکړي او جګړه به په رښتیا پای ته ورسېږي، که دا به یوازي یو لنډمهالی اقدام وي؟
او د غزې وضعیت به څه سي؟ په داسي حال کي چي هلته لا هم تاوتریخوالی او د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوام لري، د غزې راتلونکی به څنګه وي؟
دا هغه اساسي پوښتنې دي چي ډېر خلک یې د ځواب په تمه دي، او تمه کېږي چي په راتلونکو ساعتونو او ورځو کي به نور رسمي جزئیات هم روښانه سي.