بقايي: د ايران او امريکا ترمنځ د موقتي هوکړي اوازې بېاساسه دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي د دوشنبې په ورځ ویلي چي له امریکا سره د موقتي هوکړي په اړه خپرېدونکي اوازې بې اساسه دي.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په اوونیزه خبري ناسته کي خبريالانو ته ويلي، چي د روانو مذاکراتو په اړه ګڼ اټکلونه کېږي، خو د ده په وینا هېڅ یو ئې د تایید وړ نه دي. هغه ټینګار وکړ چي د هر ډول خبرو اترو جزئیات یوازي د مذاکراتو په رسمي غونډو کي څېړل کېږي او له مخکي څخه ئې د هوکړي اوازې بې بنسټه دي او حقیقت نه لري.
بقایي زیاته کړې، چي د مذاکراتو د متن جوړول یو ګډ کار دئ او ایران خپل دریځونه په روښانه ډول چمتو کوي. د هغه په خبره، د بندیزونو پای ته رسېدل او اټومي موضوعات د ایران مهم بحثونه دي.
نوموړي دغه راز ويلي، چي اوس مهال دواړه لوري د دریځونو د ترتیب په پړاو کي دي او تمه ده چي په راتلونکو دوو یا درو ورځو کي د خبرو اترو بل پړاو ترسره سي.