بلوڅستان کي څه تېرېږي؟

بلوڅستان کي څه تېرېږي؟
بلوڅ ازادي غوښتونکو د ۴۸ ساعته جګړې وروسته ويلي چي د پاکستان دمخابراتي شبکو ۲۰۰ نظامي مشتریان یې کم کړي، ډېر شمېر يې ژوندي نيولي او دجګړې درېیمه ورځ روانه ده لا هم نوشکي او ځيني نور مهم ښارونه د بلوڅانو په کنټرول کي دي.
د ډېرو مهمو ادارو اسناد او موټري یې سوځولي دي.

پوځ ويلي چي امنيتي ځواکونو د دغو تاوتريخوالو په ځواب کي لږ تر لږه ۹۲ بريدکوونکي له منځه وړي دي. تر دې مخکي ياغي ډلې «د بلوچ ازادۍ پوځ» (BLA) د دغو بريدونو مسؤليت پر غاړه اخيستی وو او ادعا يې کړې وه چي لسګونه سرتېري يې وژلي دي.
دا نښتي د بلوچستان په دغه محروم ايالت کي د تاوتريخوالي له تر ټولو خونړيو ورځو څخه شمېرل کېږي؛ هغه سيمه چي د پاکستان حکومت له لسيزو راهيسي پکښي له قومي پاڅونونو سره لاس او ګرېوان دی.
بېلتون‌پاله ډلي «د بلوچستان ازادۍ پوځ» د شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي د دغو بريدونو مسؤليت پر غاړه اخيستی او دا يې «د هېروف عملياتو دوهم پړاو» بللی دی.

پرمختللی ايالت بلل کېږي.
د پاکستان بلوچستان ايالت تل د خپلو طبيعي سرچينو له پراخي ګټې‌اخيستني سره مخامخ پاته سوی او همدا د دې سيمي د پاڅونونو او بې‌ثباتۍ اساسي لامل بلل کېږي. ځايي خلک، په ځانګړي ډول بلوڅان، مرکزي حکومتونه تورنوي چي د بلوچستان له سرچينو ګټه اخلي، خو د سيمي د پرمختګ لپاره هيڅ جدي هڅه نه کوي.
ځايي فعالان همدارنګه د پاکستان امنيتي ځواکونه د «جبري ورکېدنو» مسؤل بولي؛ هغه تور چي اسلام‌اباد يې ردوي.

دا ايالت د پاکستان د ټولي خاورې شاوخوا ۴۴ سلنه جوړوي، خو د ۲۴۱ ميليوني نفوس يوازي شپږ سلنه پکښي ژوند کوي.
د دې سيمې تاريخ له پاڅونونو، جګړو او د بشري حقونو له سرغړونو سره تړلی دی.
د پاکستان بلوچستان ايالت له افغانستان او ايران سره ګډه پوله لري او د عرب سمندر پر غاړه هم اوږده ساحلي کرښه لري.

د دې سيمې نوم د بلوچ قوم څخه اخيستل سوی، هغه قوم چي له پېړيو راهيسي پکښي مېشت دی. بلوچان د دې ايالت تر ټولو لوی قومي ګروپ دی او تر هغوی وروسته پښتانه دويم لوی قومي نفوس جوړوي. ډېری نور بلوچان د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت او همدارنګه په افغانستان کي ژوند کوي.
بې ایل اې شاوخوا د ۲۶ کاله وړاندي راڅرګنده سوه، چي د پخوانيو بلوڅ پاڅونونو تسلسل بلل کېږي، دوی له ۲۰۰۵ وروسته تر ټولو فعاله سوه
دې ورستیو کي دوی خپل مشر بشیر زیب بلوڅ ټاکلی دی.