بېړنی خبر:
د ايران رهبر علي خامنه اي ووژل سو
څو شیبې وړاندي د ایران رسمي تلوېزون خبر ورکړی چي د أيران رهبر آیت الله علي خامنه ای د امريکا او اسرائیلو په بريدو کي له منځه تللی دئ.
پرون شنبه امريکا او اسرائیلو په ګډه پر أیران داسي دقیقي حملې وکړلې چي سمدستي د ایران د دفاع وزیر په شمول د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د مرګ خبر پکښي تائيد سو.
د حملو وروسته ټرمپ ادعا وکړه چي خامنه ای یې هم په یادو حملو کي د هغه د کورنۍ د غړو سره وژلی دی خو أيران بیا بیا دا ادعاوي ردولې.
اوس بلاخره د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر اول تاريخ د یکشنبې په ورځ د ایران رسمي تلوېزیون د علی خامنه ای مرګ تایید کړئ او خبر یې ورکړی چي هغه وژل سوی دی.