جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ غواړي هغه پناه غوښتونکي روانډا ته ولېږدوي، چي په اروپايي ټولنه کي ئې د پاته کېدو قانوني لاري پای ته رسېدلي وي.
د رویټرز د راپور له مخي، د دغي طرحي موخه اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی دئ؛ خو د بشري حقونو فعالانو اندېښنه ښودلې چي دا کار ښايي د کډوالو حقونه له ګواښ سره مخ کړي.
منتقدان وايي، د کډوالو ایستل او سخت سرحدي کنټرولونه د کډوالۍ بهیر نه سي درولای، بلکي د هغوی د سفر لاري بدلوي.