دافغان انلاین لوړو زده کړو ادارې یو ځل بیا د افغانانو لپاره خپل نوي وړیا کورسونه اعلان کړل.
د یاد پوهنتون د نوي سمسټر لپاره تر دې مهاله، د ژورنالېزم څلور میاشتنی کورس، د حقوقي علومو لنډمهاله کورس، د الماني ژبې د A1 کچې کورس، او د انګلیسي ژبې کورس اعلان سوي دي.
د افغان انلاین زده کړو د تدریس چارې ، د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې میشت، د افغانستان د پوهنتونو پخواني مجرب استادان او علمي کدرونه پرمخ وړي او یاد استادان دا ستر علمي او اکادمیک خدمت په رضاکارانه توګه سرته رسوي.
یاد پوهنتون په نظر کې نيولې ده چې د اقتصاد او طبي علومو په بیلابیلو څانګو کې نور لنډ مهاله او اوږد مهاله تحصیلي پروګرامونه او کورسونه هم اعلان کړي، نو د یادو کورسونو د نوملیکنې او نورو معلوماتو لپاره، د افغان آنلاین زده کړو وبپاڼه او نورې ټولنیزي رسنۍ( فسبوک پاڼه، انستاګرام او تویتر) تعقیب کړئ.
د وبپاڼې پته:https://ao-uni.org/