درمندرا سینګ دیول، نن دوشنبه د نومبر پر ۲۴م تاریخ د ۸۹ کلونو په عمر مړ سو

درمندرا سینګ دیول، نن دوشنبه د نومبر پر ۲۴م تاریخ د ۸۹ کلونو په عمر مړ سو.
درمندرا سینګ د هندي سینما هغه ځلانده ستوری و چي د خپل طبیعي اداکارۍ او ځانګړي جذابیت له لاري ئې د بالیووډ په تاریخ کي ځانګړی ځای درلود.
د هغه هنري ژوند نژدې شپږ لسیزي وغځېد او په دې موده کي ئې له ۳۰۰ څخه په ډېرو فلمونو کي کار وکړ.

درمندرا نه یوازي د هند؛ بلکي د افغانستان د سینما مینه‌والو له پاره هم د خوښۍ او احساس سمبول و.
د ده فلمونه د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلنو په جريان کي د خلګو په زړونو کي ځانګړی ځای درلود.
اوس چي دا ستوری له نړۍ تللی هنري میراث به یې د سینما پر پرده او د مینوالو په یادونو کي تل روښانه پاته وي.