دهرات د سوداګرۍ او صنعت خوني مسؤلين وايي چي د هرات یو تولیدي شرکت توانېدلی

دهرات د سوداګرۍ او صنعت خوني مسؤلين وايي چي د هرات یو تولیدي شرکت توانېدلی، چي د لومړي ځل له پاره امریکا ته ۵۰ ټنه مربا او اچار صادر کړي، چي ارزښت ئې ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د یاد تولیدي شرکت مسؤلین وايي، دا صادرات د افغان لاسي صنایعو او خوراکي توکو د پراختیا په برخه کي یو مهم پرمختګ دئ. د دوی په وینا، صادره سوې مربا او اچار د نړۍوالو معیارونو مطابق توليد سوي او د کیفیت له پلوه د صادراتو له پاره چمتو سوي وو.
د دغه شرکت د مسئولينو په وينا چي دوی به خپلي هڅي جاري وساتي ترڅو نورو هيوادونو ته هم خپل توليدات ولېږي.