د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چي په پاکستان کي شاوخوا ۴۰۰ افغان کډوال، چي مخکي د آلمان د منلو پروګرام کي د منلو رسمي ژمنه لیکونه لري، ژر آلمان ته انتقالېږي.
د ياد وزارت په وینا، دا اقدام د دغو کډوالو د بېسرنوشتي د ختمولو له پاره کېږي.
ټاکل سوې وه، د ۲۰۲۵ کال تر پایه پوري به د افغان کډوالو د انتقال بهیر بشپړ سي؛ خو اوس هم سلګونه هغه کسان چي د منلو ژمنه ورسره سوې آلمان ته د انتقال له پاره شپې او ورځي سبا کوي.