د ارزګان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ارزګان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت د چهارچینو ولسوالۍ په شېرخاني سيمه کي د هاوان د مرمۍ په چاودنه کي درې وروڼه وژل سوي دي.
په ورته وخت کي د ارزګان ط..البانو هم ياده پېښه منلې او ويلي ئې دي، چي دغه د هاوان مرمۍ د تېرو جګړو له امله په دغه سيمه کي پاته سوې وه او پر دغه وروڼو ئې چاودنه کړې وه.